ایکنانیوز د مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې د عمومی دفتر له قوله راپور راکړ،د ؛حسن نصر الله ، د جاویدانو مکتب ؛ نومې وبینار د تلې د میاشتې په ۲۳نیټه د اسلامی مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې په همت سره ترسره شو.
په دغه وبینار کې له لبنان څخه میرمن زهرا ملدان، راغده المصري ،له پاکستانه ساره سید کاظمي،له نډونیشیا ساردي محمود ورداني، له یمن څخه سوسن افضلي،له عراقه ابتسام الشحماني،له لبنانه بتول خنسا او فدوي عبدالساتر،له سورئ فاطمه آزادي منش،او له انډونیشیا واوده زینب تورساني پکې ویناوې وکړې.
د پاکستان دپوهنتون استاذې میرمن ساره سید کاظمي په دغه وبینار کې پخپلې وینا کې ووئيل، سید حسن نصرالله د ظالمانو،حشي صهیونیستي رژيم او نیواکګروانو په وړاندې چې ټولو د فلسطین په ضد او اوس په لبنان کې نسل وژنې ته مخه کړې ده ،مقاومت وکړ.
په دغه وبینار کې نور ویناوالو پخپل وار روښانه کړې ده چې سید حسن نصر الله په درستې نړۍ کې د میلیونونو زړونو الهام بخښونی دی او د میلیونونو کړیدلو او غمځپلو خلکو الهام بخښونکی او د خپل کار په ۳۲ کلني پړاؤ کې ئې ټلو کارونه د مظلومانو ددفاع او له ظالمانو سره په ډغرې کې ترسره کړي دی،د مظلومانو لپاره ئې قیام کړی او د بې دفاع او بې څوکه خلکو لپاره یوه چغه جوړ شوی ؤ او دا د نړۍ د پتمنو او آزادو ملتونو او دغه راز د ظالمانو، جنایتکارو ،وحشیانو لپاره یو لوي درس دی.
دوي پخپلو ویناؤ کې ژمنه وکړه چې د مقاومت د شهیدانو له سردار سره خپلو ژمنو ته پابنده یو او هیڅ اهمیّت نه لري، چې د مونږ کورونه کنډواله شي،زمونږ بچیان شهیدان شي، خو بیا به هم پخپل ټاتوبی کې د نیواکګرو او وحشي دښمنانو په مقابل کې کله مقاومت کوو او د مقاومت میدان به هیڅکله د اسلام اوانسانیّت دښمنانو ته خالی نه پریږدو.